د افغانستان د فوټبال د ۱۷ كلنو ښځينه ملي لوبډلې د سوبروتو جام په سياليو كې په خپله لومړۍ لوبه كې بريا خپله كړه.
دا افغان لوبډله د هند د چنديګړ لوبډلې په وړاندې ولوبېده او سيالې لوبډلې ته يې په درې – صفر پايلې سره ماتې وركړه.
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ كلنو ښځينه ملي لوبډله په يادو سياليو كې خپله دوهمه لوبه سبا د نوي ډيلي د لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
د سوبروتو جام سيالۍ هر كال د هند لخوا جوړېږي او د بېلابېلو اسيايي هېوادونو د ۳۲ لوبډلو په ګډون په ډيلي ښار كې ترسره كېږي.