ads

احمدزى: پر كندوز ښار د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى

سلګونو وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې له درېيو خواوو پر كندوز ښار بريد كړى او د دغه ښار په ځينو برخو كې جګړه دوام لري. د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزى كه څه هم د طالبانو د بريد د په شا تمبولو خبر وركوي، خو وايي، هغوى […]

نویسنده: hewadpal
9 وږی 1398
احمدزى: پر كندوز ښار د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى

سلګونو وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې له درېيو خواوو پر كندوز ښار بريد كړى او د دغه ښار په ځينو برخو كې جګړه دوام لري.
د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزى كه څه هم د طالبانو د بريد د په شا تمبولو خبر وركوي، خو وايي، هغوى په كندوز ښار كې يوه روغتون ته ننوتي او ناروغان يې له ځانونو سره ساتلي دي.
ده نن يوې خبري غونډې ته وويل، په دې روغتون او يوه بله سيمه كې، چې طالبان په كې له ملكي وګړو د سپر په توګه ګټه پورته كوي، پوځي عمليات په احتياط مخته وړل كېږي.
د احمدزي په خبره، طالبانو په نورو ولايتونو په ځانګړې توګه په بدخشان كې د افغان ځواكونو د عملياتو د اخلالولو په هدف پر كندوز ښار بريد كړى دى.
امنيتي چارواكي د ياد ښار په جګړه كې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تاييدوي، خو په اړه يې كره معلومات نه وركوي.
وسله وال طالبان بيا وايي، چې جنګيالي يې په كندوز ښار كې د پرمختګ په حال كې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA