ads

په ننګرهار كې د پوليسو او نامسووله وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په داربنګ کلي کې د پوليسو او نامسووله وسله والو ترمنځ په نښته کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې په داربنګ کلي کې د نامسووله وسله والو له لوري د تالاشۍ پوسته […]

نویسنده: hewadpal
9 وږی 1398
په ننګرهار كې د پوليسو او نامسووله وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په داربنګ کلي کې د پوليسو او نامسووله وسله والو ترمنځ په نښته کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې په داربنګ کلي کې د نامسووله وسله والو له لوري د تالاشۍ پوسته جوړه شوې وه او كله چې پوليسو د يادې پوستې د لرې کولو هڅه وکړه، نښته رامنځته شوه.
اتل وايي، په دغه نښته کې يو پوليس او يو نامسووله وسله وال وژل شوي او يو پوليس ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کامې په ګډون د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د زورواکو لخوا د نامسووله وسله والو ډلو د جوړولو اندېښنې زياتې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA