د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ځانمرګي بريد څلور ملكي وګړي ټپيان كړل.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، يوه ځانمرګي بريد كوونكي تېره ورځ مازديګر ناوخته شاوخوا شپږ بجې او ۲۰ دقيقې د تايمني پروژې پر دوهم سړك خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې د درېيو ښځو په ګډون څلور ملكي وګړي سرسري ټپيان شول.
د ياد ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


