د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په افغانستان كې يې د پوځي عملياتو په مهال يو امريكايي سرتېرى وژل شوى دى.
د دغه ماموريت په خبرپاڼه كې د پېښې د كره ځاى او وخت په تړاو معلومات نه دي وركړل شوي، خو ويل شوي، چې ياد امريكايي سرتېرى د تېرې پنجشنبې په ورځ د پوځي عملياتو په ترڅ كې ووژل شو.
په دې سره په افغانستان كې په روان ميلادي كال كې د وژل شوو امريكايي سرتېرو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو استازي د قطر په پايتخت دوحه كې د سولې پر نهم پړاو مذاكراتو بوخت دي او تمه ده، چې ژر د دواړو خواوو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك شي.


