ads

ټرمپ: له طالبانو سره له افغانستانه د امريكايي سرتېرو پر وتلو هوكړې ته نه يو رسېدلي

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د قطر په پايتخت دوحه كې له طالبانو سره د امريكايي پلاوي خبرې ښې مخته روانې دي، خو دواړه لوري تراوسه له افغانستانه د امريكايي سرتېرو پر وتلو هوكړې ته نه دي رسېدلي. نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وكړې. ټرمپ […]

نویسنده: hewadpal
9 وږی 1398
ټرمپ: له طالبانو سره له افغانستانه د امريكايي سرتېرو پر وتلو هوكړې ته نه يو رسېدلي

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د قطر په پايتخت دوحه كې له طالبانو سره د امريكايي پلاوي خبرې ښې مخته روانې دي، خو دواړه لوري تراوسه له افغانستانه د امريكايي سرتېرو پر وتلو هوكړې ته نه دي رسېدلي.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وكړې.
ټرمپ تر دې يوه ورځ وړاندې ويلي و، چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې ۸۶۰۰ امريکايي سرتېري پرېږدي.
خو طالب سرچينې وايي، له امريکايي لوري سره يې په دوحه کې د روانو خبرو هدف په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور پای ته رسول دي، نه د ځواکونو کمېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA