ads

صديقي: پر كندوز ښار بريد ښيي، چې وسله وال طالبان د سولې پلويان نه دي

د ملي يووالي حكومت پر كندوز ښار د وسله والو طالبانو د بريد په غبرګون كې وايي، دا بريد ښيي، چې ياده ډله د سولې پلوۍ نه، بلكې په هېواد كې د جګړې د دوام غوښتونكې ده. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د طالبانو بريدونه څرګندوي، دغه […]

نویسنده: hewadpal
9 وږی 1398
صديقي: پر كندوز ښار بريد ښيي، چې وسله وال طالبان د سولې پلويان نه دي

د ملي يووالي حكومت پر كندوز ښار د وسله والو طالبانو د بريد په غبرګون كې وايي، دا بريد ښيي، چې ياده ډله د سولې پلوۍ نه، بلكې په هېواد كې د جګړې د دوام غوښتونكې ده.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د طالبانو بريدونه څرګندوي، دغه ډله هغه فرصت، چې د افغانستان د حكومت او امريكا له لوري د سولې لپاره برابر شوى، نه مني.
د نوموړي په خبره، په كندوز ښار كې پر ملكي ځايونو د طالبانو بريد د افغانستان له خلكو سره د دې ډلې ښكاره دښمني ښيي.
صديقي زياته كړه، له افغانستانه د امريكايي سرتېرو وتل او يا په دغه هېواد كې د هغوى د شمېر كمېدل د شرايطو او د كابل او واشنګټن ترمنځ د شوو هوكړو پر بنسټ ترسره كېږي.
د ده په وينا، د قطر په پايتخت دوحه كې له طالب استازو سره د سولې د نهم پړاو مذاكراتو تر پاى ته رسېدو وروسته به د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته سفر وكړي او د يادو مذاكراتو جزيات به د ملي يووالي حكومت له رهبرۍ سره شريك كړي.
كه څه هم ويل كېږي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوكړه ليك په نېږدې راتلونكې كې لاسليك شي، خو ځينو سرچينو ويلي، چې لا هم دواړه لوري له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو په برخه كې اختلاف لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA