د دايكندي په خدير ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، يو فلاينكوچ ډوله موټر، چې د باميان له بند اميره د خدير ولسوالۍ كالو كلي ته بېرته ستنېده، د پنجشنبې په مازديګر د دې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د موټر چلوونكي د بې احتياطۍ له كبله له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
نوموړې كليد ته وويل، په ياده پېښه كې څلور ښځې او يو ماشوم وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
احساني د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
په يوه اونۍ كې دا دوهمه ټرافيكي پېښه ده، چې په دايكندي كې رامنځته كېږي.
د تېرې سې شنبې په ورځ هم هلته ټرافيكي پېښې څلور تنه وژلي او څلور نور ټپيان كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ