د ملي دفاع وزارت په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې د يوه ډلمشر په ګډون ۱۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
دغه وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونو په قرغان ولسوالۍ كې ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې طالب ډلمشر ملا رسول خنجري له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.
د سرچينې په وينا، د يادو عملياتو په مهال اووه طالبان ټپيان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


