ads

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته هم په افغانستان كې خپل سرتېري ساتو

په داسې حال كې، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو وتل د سولې هوكړې لپاره بنسټيز شرط بولي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به يې په افغانستان كې خپل سرتېري وساتي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فاكس نيوز راډيو سره په مركه كې ويلي، چې له طالبانو سره د سولې له هوكړې […]

نویسنده: hewadpal
8 وږی 1398
ټرمپ: له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته هم په افغانستان كې خپل سرتېري ساتو

په داسې حال كې، چې طالبان د بهرنيو ځواكونو وتل د سولې هوكړې لپاره بنسټيز شرط بولي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به يې په افغانستان كې خپل سرتېري وساتي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فاكس نيوز راډيو سره په مركه كې ويلي، چې له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته به هم امريكايي ځواكونه په افغانستان كې پاتې شي.
خو ټرمپ ټينګار كوي، چې په افغانستان كې به د امريكايي سرتېرو شمېر د پام وړ كم شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد اوسمهال د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره د سولې پر نهم پړاو مذاكراتو بوخت دى، چې په كې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل او اوربند د دواړو خواوو د بحث له عمده مواردو څخه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA