د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن په كابل كې له خپل مركزي دفتره ولايتونو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ پيل كړه.
د دغه كمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمن ننګ خبريالانو ته وويل، له كابله به يې ولايتي څانګو ته د حساسو ټاكنيزو موادو د لېږد لړۍ د روانې وږي مياشتې په ۲۰مه نېټه بشپړه شي.
د هغه په خبره، د وږي له ۲۲مې د تلې مياشتې تر پنځمې نېټې به ياد مواد د ولايتونو له مركزونو ولسواليو او بالاخره د راى وركولو مركزونو ته ولېږدول شي.
ننګ وايي، ټاكنيز حساس مواد ټاكل شوو ځايونو ته د ځمكې او هوا له لارې لېږدول كېږي.
د يادولو ده، چې د جمهوري رياست ټاكنې به د راتلونكې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي او راى وركوونكي به په ۵۳۷۳ مركزونو كې د خوښې وړ كانديدانو ته رايې وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


