ads

وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ بريد كړى

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت پر چاه اب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو. د تخار د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دمګړۍ د چاه اب ولسوالۍ د بازار په شاوخوا كې جګړه دوام لري او مرستندويه سرتېري دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي دي. د […]

نویسنده: hewadpal
8 وږی 1398
وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ بريد كړى

د تخار ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت پر چاه اب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو.
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دمګړۍ د چاه اب ولسوالۍ د بازار په شاوخوا كې جګړه دوام لري او مرستندويه سرتېري دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي دي.
د هغه په وينا، د طالبانو د هاوان په بريدونو كې د يادې ولسوالۍ ودانۍ او د استوګنې څو كورونو ته زيان اوښتى دى.
مخكې راپورونه خپاره شوي وو، چې د تخار چاه اب ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوې او هغوى د دغې ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته كړى دى.
وسله والو طالبانو هم ادعا كړې، چې چاه اب ولسوالي يې نيولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA