د اوكراين پارلمان اولېكسي هونچاروك د دغه هېواد د نوي او ځوان لومړي وزير په توګه وټاكه.
نوموړي، چې ۳۵ كلن دى، د اوكراين د تېرې جولاى مياشتې د ۲۱مې نېټې تر پارلماني ټاكنو وروسته د دې هېواد د نوي پارلمان په لومړۍ غونډه كې د باور رايه ترلاسه كړه.
د اوكراين د پارلمان د ۴۵۰ غړو له منځه ۲۹۰ تنو يې پرون هونچاروك ته مثبتې رايې وركړې.
دا ځوان سياستوال، چې وړاندې يې د اوكراين د جمهوري رياست په دفتر كې كار كاوه، د جمهور رئيس وولوديمير زېلېنسكي لخوا د صدارت چوكۍ ته كانديد او پارلمان ته ور وپېژندل شو.
هونچاروك، چې ډېر كار يې د قضا په برخه كې كړى، ژمنه كړې، چې د اوكراين اقتصاد ته به زياته پاملرنه وكړي.


