ads

جمهور رئيس غني د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ده په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه كې، چې تېر مازديګر په ارګ كې جوړه شوې وه، د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده […]

نویسنده: hewadpal
8 وږی 1398
جمهور رئيس غني د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ده په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه كې، چې تېر مازديګر په ارګ كې جوړه شوې وه، د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د امنيت پر ټينګښت ټينګار وكړ.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده غونډه كې د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو لپاره د امنيتي تدابيرو پر نيولو بحث وشو او د امنيتي سکټور مسوولينو په همدې اړه خپلې طرحې او پلانونه غونډې ته وړاندې کړل.
هغوى د جوماتونو، تکيه خانو او د عزادارۍ مراسمو د امنيت د ټينګښت په ګډون په امن فضا کې د عاشورا او شهيد اونۍ مراسمو د ترسره کېدو لپاره خپل اقدامات بيان کړل.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، امنيتي ارګانونه دې د دغو دوو مهمو مراسمو د امنيت د ټينګښت په هدف له ولسي کمېسيون سره په ګډه کار وکړي، ترڅو د هغه د غوښتنو او وړانديزونو په رڼا کې غوره امنيتي تدابير ونيول شي.
بايد وويل شي، چې تېر كال د عاشورا مراسمو د امنيت د ټينګښت په خاطر حكومت په كابل ښار كې سلګونو ملكي كسانو ته وسلې ووېشلې، چې په تړاو يې بېلابېلو قشرونو غبرګون وښود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA