ads

پکتیکا کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ریلیف موسسې په ګډه همکارۍ په دې ولایت کې له ۴۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه. په مرسته کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو او هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ نغدي پیسې هم ورکړل شوې. مسولین وايي د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 وږی 1398
پکتیکا کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
په پکتیکا کې له کورنیو سره مرسته

د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ریلیف موسسې په ګډه همکارۍ په دې ولایت کې له ۴۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
په مرسته کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو او هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ نغدي پیسې هم ورکړل شوې.
مسولین وايي د مرستو دا لړۍ به دوام ولري، خو مرسته تر لاسه کوونکي بیا وايي چې دوی لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.
پکتیکا ولایت کې د جګړو ، نا امنیو او نورو پېښو له کبله پر داخلي بې ځایه شوو سربېره له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه سلګونه کورنۍ د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو ته را کډه شوي دي.
له دوی سره که څه هم یوه اندازه مرستې شوې، خو ډېری يې اوس هم په خورا ناوړه حالت کې شپې او ورځې تېروي.
د پکتیکا ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس زمریالي فضلیار کلید ته وویل، په ټولیز ډول ۱۵۰ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ سروې شوې وې، خو یادو ۴۹ ته يې لومړیتوب ورکړل شوی دی.
هغه وايي، هرې کورنۍ ته د اتلس زره افغانۍ نغدي مرستې تر څنګ ځيني خوراکي او غیر خوراکي توکي هم ورکړل شول.
د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني وویل، په دغه ولایت کې لا هم زیات شمېر کډوال شته، چې دا ډول مرستو ته بیړنۍاړتیا لري
هغه وايي دا مرسته به د یادو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې تر یو بریده پوره کړي او د مرستو لړۍ به جاري وساتي.
پر همدې مهال د مرستې ترلاسه کوونکو له ډليې کریم له کلید سره د خبرو پر مهال وویل، د جګړو له کبله يې خپل پلرنی کلی پرې اېښی او مرکز ښرنې ته را کډه شوی دی.
هغه وویل ډېري ستونزي لري او غوښتنه کوي چې چارواکي دې وخت پر وخت دا ډول مرستې ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په پکتیکا کې پر داخلي او له ګاونډیو هېوادونو را کډه شویو کورنیو باندي مرستې وېشل شوې، خو سلګونه کورنۍ لا هم له دا ډول مرستو څخه بې برخې دي او ژوند يې له خورا ډېرو کړاونو سره مخ دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA