ads

مارک اسپر: امریکا غواړي له ایران سره مخامخ خبرې وکړي

د امریکا دفاع وزیر وایي، امریکا له ایران سره د یاد هېواد د اټومي پرګرام پر سره د مخامخ خبرو غوښتونکې ده. د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د یاد هېواد د دفاع وزیر تر ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا له ایران سره د جګړې په لټه کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 وږی 1398
مارک اسپر: امریکا غواړي له ایران سره مخامخ خبرې وکړي
مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر وایي، امریکا له ایران سره د یاد هېواد د اټومي پرګرام پر سره د مخامخ خبرو غوښتونکې ده.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د یاد هېواد د دفاع وزیر تر ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا له ایران سره د جګړې په لټه کې نه ده او غواړي چې له ډیپلوماټیکو حل لارو له ایران سره خبرې وکړي.
نوموړي د «جي اووه» په غونډه کې د ټرمپ خبرو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د امریکا جمهور رییس له ایران سره د خبرو غوښتونکی دی.
ده هیله څرګنده کړه چې ایراني چارواکي به د امریکا وړاندیز ومني، ترڅو د خبرو له لارې د ایران پر مسلې خبرې وشي.
په دې وروستیو کې د ایران د اټومي پرګرام پر سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او امریکا پر ایران سخت بندیزونه لګولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA