ads

په کابل کې يو خصوصي شرکت د نيالګيو غوڅولو له کبله ۶،۶ مېليونه افغانۍ جریمه شوی

د کابل د ښاروالۍ اداره وايي، چې د (NTC) خصوصي شرکت د نيالګيو د پرېکولو له کبله د قانون له مخې ۶،۶ میلیونهافغانۍ جرېمه شوی او هڅه کېږي، دا قانون پرې پلی شي. په کابل کې د (NTC) خصوصي شرکت له لوري د نيالګيو د سرونو غوڅول په عامه کچه سخت غبرګونونه پارولي او اړوند […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 وږی 1398
په کابل کې يو خصوصي شرکت د نيالګيو غوڅولو له کبله ۶،۶ مېليونه افغانۍ جریمه شوی
د این ټي سي شرکت له لوري د نیالګیو د سرونو پرېکېدل

د کابل د ښاروالۍ اداره وايي، چې د (NTC) خصوصي شرکت د نيالګيو د پرېکولو له کبله د قانون له مخې ۶،۶ میلیونهافغانۍ جرېمه شوی او هڅه کېږي، دا قانون پرې پلی شي.
په کابل کې د (NTC) خصوصي شرکت له لوري د نيالګيو د سرونو غوڅول په عامه کچه سخت غبرګونونه پارولي او اړوند ارګانونه اړ شوي، چې په سرغړونکي شرکت پسې خپلې پښې لوڅې کړي.
دا د محمد الدين غږ دی، چې په خپلو ټناکو لاسونو د روزلو نيالګيو د سرونو د غوڅولو له کبله ژاړي.
محمد الدين وايي، ۱۰ کاله يې د ښاروالۍ له ادارې سره يوازې د همدغو نيالګيو د روزلو په برخه کې کار کړی وو؛ خو د چهارشنبې په سهار يې ولېده چې له نيالګيو څخه يې سرونه غوڅ شوي وو.
په کابل کې يو خصوصي شرکت د چهارشنبې په شپه د امنيتي کمرو د نښلولو لپاره له کابل څخه هوايي ډګر ته د ورتلونکې لويې لارې د ۲۴ دنګو نيالګيو سرونه غوڅ کړل.
دا اقدام د کابل په ښار او خواله رسنيوکې د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شو او ډېرو خلکو د چاپېريال ساتنې په برخه کې د کابل ښاروالي په بې پروايۍ تورنه کړه.
خو د کابل ښاروالۍ اداره بيا وايي، چې دا کار د (NTC) شرکت له لوري په شپه کې ترسره شوی او ښاروالۍ هېڅ په جريان کې نه ده.
د کابل د ښاروالۍ ادارې معينې مهتاب عالمي کليد ته وويل، د (NTC) خصوصي شرکت په اړه جدي پلټنې روانې دي، چې ولې يې پخپل سر د تازه نيالګيو سرونه پرې کړي دي.؟
د کابل د ښاروالۍ ادارې د سرسبزۍ عمومي رياست مشر شيرشاه اميري بيا کليد ته وويل، چې دا ډول خپل سري کارونه د چاپېريال ساتنې په برخه کې د خلکو ملي روحيې ته زيان رسوي.
نوموړي وويل، چې د (NTC) خصوصي شرکت د نيالګيو د سرونو غوڅولو له کبله اړ دی چې ۶،۶ ميليونه افغانۍ د خسارې جبران لپاره ښاروالۍ ادارې ته وسپاري.
د کابل د ښاروالۍ ادارې د دې کار د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه وويل، چې ځايي پولیس د خلکو د ځان او مال ساتنې مسووليت لري؛ خو په دغه برخه کې يې په ښکاره غفلت کړی دی.
موږ هڅه وکړه، چې په دې برخه کې د کورنيو چارو وزارت نظر هم و پوښتو، خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نشوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA