ads

په نایجریا کې نامعلومه وسله والو ۵۰ کسان تښتولي دي

راپورونه وایي، نا معلومه وسله والو په نایجریا کې ۵۰ کسان تښتولي او تر اوسه یې برخلیک نامعلوم دی. ویل کېږي چې په تښتول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دغې سیمې اوسېدونکي وایي، تر سلو ډېرو کسانو د دوی پر کلي برید وکړ او کابو درې ساعته په دغه کلي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 وږی 1398
په نایجریا کې نامعلومه وسله والو ۵۰ کسان تښتولي دي
په نایجریا کې وسله وال

راپورونه وایي، نا معلومه وسله والو په نایجریا کې ۵۰ کسان تښتولي او تر اوسه یې برخلیک نامعلوم دی.
ویل کېږي چې په تښتول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغې سیمې اوسېدونکي وایي، تر سلو ډېرو کسانو د دوی پر کلي برید وکړ او کابو درې ساعته په دغه کلي کې پاتې شول.
هغه کسان چې له یادې ډلې راخوشي شوي، وایي چې د برید کوونکو له لوري ۵۳ کسان تښتول شوي دي.
بلخوا، رویټرز خبري اژانس بیا د تښتول شوو کسانو شمېر ۱۵ ښودلی دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د نایجریا حکومت هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA