د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو د برید په پایله کې نېږدې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د رباط سنګي ولسوالۍ په چهار دره کلي کې پر ملکي کسانو او پاڅون کوونکو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۴ ملکي کسان او پاڅونوال وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې په دغه برید کې ۱۴ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
بلخوا، د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي، چې له دغې پېښې دوی ته ۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا ریاست یو لېست خپور کړی چې په هغه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۵ ښودل شوی او د یوې مېرمنې په ګډون ۹ کسان ټپیان دي.
وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په دغه برید کې ۱۱ اربکیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي، خو ځانته یې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.