د پاکساني او هندي ځواکونو تر منځ پر پوله په نښته کې دوه پاکستاني وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي چې د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ پر کنټرول کرښه د نکرون په سیمه کې د نښتې له کبله دوو پاکستانیو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ روغتیایي سرچینو څرګنده کړې چې ټپیان شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د «جي اووه» په غونډه کې د هند له لومړي وزیر سره په کتنه کې د پاکستان او هند تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ، خو مودي یې په ځواب کې وویل چې په سیمه کې حالت د دوی تر کنټرول لاندې دی.