ads

د ارزګان پوهنتون استادانو د محصلینو جېبونو ته سترګې پټې کړې

د ارزګان د لوړو زده کړو مو سیسې محصلین وایي، په پوهنتون کې په جبري توګه له دوی څخه پیسي اخیستل کېږي. د ارزګان ولایت د لوړو زده مؤسیسي یو شمېرمحصلینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې استادان دغه پیسې په یو او بل نوم له دوی څخه اخلي. د دوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وږی 1398
د ارزګان پوهنتون استادانو د محصلینو جېبونو ته سترګې پټې کړې
د ارزګان پوهنتون

د ارزګان د لوړو زده کړو مو سیسې محصلین وایي، په پوهنتون کې په جبري توګه له دوی څخه پیسي اخیستل کېږي.
د ارزګان ولایت د لوړو زده مؤسیسي یو شمېرمحصلینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې استادان دغه پیسې په یو او بل نوم له دوی څخه اخلي.
د دوی په وینا، د پیسو ورکولو وس نه لري او ډېری محصلین اړ شوي، چې پوهتنون پریږي دي.
په ورته وخت بیا د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو د مؤسیسي ویاند وحيدالله فیضي له کلید سره په مرکه کې داخبر رد کړ.
دوي وايي، دا یوازې هغه پیسي دي چې پوهنتون ته کار پرې شوی، خو په وینا یې هر ورځ د یاد پوهنتون استادان په یواو بل نوم له دوی څخه پیسې اخلي او خپلو شخصي جېبونو ته یې اچوي.
دغه محصلين زیاتوي، که پوهنتون ته پیسي ورنه کړي د ښوونکو له لوري د ازمويني پرمهال د دوی تر علمي کچې لوړې پوښتنې راویستل کېږي او یا هم د بد اخلاقۍ په نوم له دوی څخه پیسې اخیستل کېږي.
د پوهنتون دغه محصلین زیاتوي چې اوس زیات شمېر هغه محصلین چې اقتصادي حالت کمزوری وي، د جمعي په ورځ د دې پرځاي چې مطالعه وکړي، په ښار کې کار کوي او هغه پیسي بیا د پوهنتون استادانو ته ورکوي.
له دې سره پر یو وخت د دغه پوهنتون یو بل پخوانی محصل او مدني فعال جاوید خپلواک وايي، دا هر څه چې اوس په یاد پوهنتون کې دوام لري، کله چې دوی محصلین وو، هغه وخت یې هم دوام درلود.
د ده په وینا، دوی پخپل وخت کې درې لکه او درېش زره افغانۍ ورته راټولې کړې، خو بیا د دغو پیسو د لګښت هېڅ راپور ورنه کړل شو، چې پر څه ولګېدې.
په ورته وخت بیا د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو د موسیسې ویاند وحيد الله فیضي د محصلينو يادې ادعاوې رد کړې.
د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم د یاد پوهنتون یو شمېر محصلینو ادعا کوله، چې په پوهنتون کې د يو شمېراستادانو له لوري ورڅخه پیسي اخیستل کېږي او هغه مهال د ياد پوهنتون مسولينو هم دغه مسله تایید کړې وه.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA