ads

جلال اباد کې بې کیفته یوناني درملو خلک د معدې په ناروغیو اخته کړي

خلک وایي، نه یوازې ډاکتران پر دوی بې کیفته کیمیاوي درمل پلوري، بلکې د یوناني دوا پلورونکو له خوا پرې داسې درمل پلورل کېږي، چې له امله یې خلک په ګڼو ناروغیو اخته شوي دي. بل لور ته د عامې روغتیا چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې یې یو شمېر یوناني دوا پلورونکي جریمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 وږی 1398
جلال اباد کې بې کیفته یوناني درملو خلک د معدې په ناروغیو اخته کړي
یوناني درمل

خلک وایي، نه یوازې ډاکتران پر دوی بې کیفته کیمیاوي درمل پلوري، بلکې د یوناني دوا پلورونکو له خوا پرې داسې درمل پلورل کېږي، چې له امله یې خلک په ګڼو ناروغیو اخته شوي دي.
بل لور ته د عامې روغتیا چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې یې یو شمېر یوناني دوا پلورونکي جریمه کړي دي او دا لړۍ یې روانه ده.
په جلال اباد ښار کې پر بې کیفته کیمیاوي درملو سره بېره، اوس خلک شکایت کوي چې په دغه ښار کې د غیر مسلکي یوناني درملو جوړونکو له خوا داسې یوناني دواګانې جوړېږي، چې خلک یې په ‌ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي.
جلال اباد ښاریانو له کلید سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په ښار کې د یوناني درملو داسې پلورنکي شته، چې په یوه او بل نامه درمل جوړوي او خلک یې د معدې، زړه، شکرې او پر نورو ګواښوونکو ناروغیو اخته کړي دي.
خلک یې د مخنیوي په برخه کې د ننګرهار روغتیایي چارواکي ګرموي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې د غیرې مسلکي یوناني دواخانو او کیمیاوي درملو مخه نه ده نیولې.
ډاکتران بیا خلکو ته توصیه کوي چې د یوناني درملو دکارولو په وخت کې دې نه یوازې له احتیاط کار واخلي، بلکې له یوناني ډاکتر سره دې له مشورې وروسته درمل وکاروي.
د جلال اباد ښار یو تن ډاکتر وایي، اوسمهال د یوناني دواګانو پخوانی کیفیت نه دی پاتې او زیاتره یې د طبعې بوټو پر ځای له کیمیاوي دارو درملو څخه جوړ شوي دي، چې کارول یې انسانان په ناروغیو اخته کوي.

میرویس او جسپال سنګ دوه هغه یوناني درمل جوړونکي دي چې له تېرو څوارلسو کالو راهیسې جلال اباد ښار کې د یوناني درملو درملتونونه لري.
دوی هم مني چې ځينې خلک په غیر مسلکي ډول یو ناني درمل جوړوي او بیا یې پلوري. دغه کسان یې علت غیر مسلکی والی او د طبعي بوټو پر ځای د کېمیاوي درملو کارول بولي؛ چې له امله یې خلک په مختلفو نارغیو اخته کېږي.
په ورته مهال د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په ښار کې یې تر ډېره د روغتیا په برخه کې د غیرې مسلکي ډاکترانو مخه نیولې، چې په کې د یوناني درملو جوړونکي هم شامل دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي، په جلال اباد ښار کې د یوناني درملو له ۳۰ زیات درملتونونه شته، چې ځینې یې د سرغړونې په صورت کې مهر لاک کړې هم دي.
ننګرهار میشتي نه یوازې په دې ولایت کې د یوناني درملو د بې کیفتۍ له امله شکایت کوي، بلکې په جلال اباد ښار کې د بې کیفته دوا، غیر مسلکي ډاکترانو او د فیس لوړوالی هغه څه دي چې له دې وړاندې ترې هم شکایت کړی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA