د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ د سولې روانو خبرو په دوام کې ځينو رسنیو په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو خبرونه ورکړل، خو دا هر څه د هېوادوالو له جدي غبرګون سره مخ شول.
که څه هم طالب استازي او زلمي خلیلزاد په رسمي ډول یادې څرګندونې نه دي تایید کړې، خو د پکتیکا ډېری اوسېدونکي په دې نظر دي، چې موقت حکومت را منځته کېدل به هېواد له یو بل لوی ناورین سره مخ کړي.
دوی وايي تېرو تجربو ته په کتو په افغانستان کې موقتي اداري ډېري بدي پایلي ورکړي او له بحران پرته یې افغانانو ته کومه ګټه نه ده رسېدلې.
د پکتیکا قومي مشران پاچاخان شرنوال او ملک محمد خان کټوازی وايي، تېرو تجربو ته په کتو په افغانستان کې لنډمهاله حکومتونو خورا بدې پایلې ورکړې او هېواد يي له لویو ننګونو سره مخ کړی دی.
دوی وویل، هېڅ افغان ته د موقت حکومت رامنځته کېدل د منلو وړ نه دی.
د پکتیکا د ولایتي شورا غړي فضل الرحمن کټوازي کلید ته وویل، په هېواد کې د اوسنیو ډېرو ناخوالو سرچینه د پخوانیو لنډمهاله ادارو پایله ده.
د دغه ولایت یو تن ځوان عبدالروف هم وايي، د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل د هېواد د ټولو لاسته راوړنو له لاسه ورکول دي.
نوموړی وايي هر څوک چې په افغانستان کې موقته اداره غواړي، په اصل کې يي دې خاورې او ولس ته اراده سمه نه ده.
د یادونی وړ ده چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو او د نورو سیاسي ګدوندونو غړو هم څو ځله ویلي چې له طالبانو سره د سولې لپاره دې لنډمهاله اداره رامنځته شي، خو هېوادوالو بیا د لنډمهالې ادارې له جوړېدو سره مخالفت ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


