د ننګرهار ولايتي چارواکي د دغه ولايت په پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې د اوو داعش وسله والو د وژل کېدو او نهو تنو نورو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ په سليمان خېلو تنګي سيمه کې عمليات ترسره كړي، چې په مهال يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې يو داعش وسله وال وژل شوى او نهه تنه نور نيول شوي دي.
خوږياڼي زياته كړه، په يادو عملياتو كې د داعشيانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


