ads

ټرمپ: له افغانستانه د وتلو لپاره مهالوېش نه لرو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، اوسمهال له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش موجود نه دى. هغه د دوشنبې په ورځ په فرانسه كې د جي اووه هېوادونو د غونډې په څنډه كې له خبريالانو سره د خبرو په مهال په قطر كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د […]

نویسنده: hewadpal
5 وږی 1398
ټرمپ: له افغانستانه د وتلو لپاره مهالوېش نه لرو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، اوسمهال له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش موجود نه دى.
هغه د دوشنبې په ورځ په فرانسه كې د جي اووه هېوادونو د غونډې په څنډه كې له خبريالانو سره د خبرو په مهال په قطر كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاكراتو ته په اشارې وويل، له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو لپاره زماني مهالوېش نه شته او واشنګټن په دې اړه بېړه نه لري.
ټرمپ زياته كړه، امريكا په افغانستان كې د سولې د بنسټ اېښودونكې په توګه له طالبانو او افغان حكومت سره پر خبرو بوخته ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د قطر په پايتخت دوحه كې له طالب استازو سره د سولې نهم پړاو مذاكرات مخته وړي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل، له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه كې د طالبانو ضمانت، اوربند او د نورو هېوادونو په ضد له افغان خاورې ګټه نه پورته كول يې مهمې برخې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA