په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، له امريكايي پلاوي سره به يې د سولې خبرې نن هم دوام ولري او دواړه لوري هڅه كوي، چې د سولې هوكړه ليك وروستي ټكي نهايي كړي.
نوموړي تېره ورځ رسنيو ته وويل، دا مهال دواړه خواوې د سولې هوکړه ليک د پلي کېدو پر څرنګوالي غږېږي.
هڅه کېږي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك په همدې پړاو مذاكراتو كې وروستی شي.
د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاكرات د تېرې زمري مياشتې په ۳۱مه نېټه پيل شوي او تراوسه دوام لري.


