ads

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د بندو دروازو تر شا د شمالي کوريا د توغول شوو توغنديو په اړه غونډه کوي. راپورونه وايي، دا غونډه د بريتانيا، فرانسې او جرمني په غوښتنه او د يادو توغنديو د ازمايلو په وسيله د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک د احتمالي نقض په غبرګون کې جوړېږي. شمالي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 وږی 1398
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا په اړه غونډه کوي
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د بندو دروازو تر شا د شمالي کوريا د توغول شوو توغنديو په اړه غونډه کوي.
راپورونه وايي، دا غونډه د بريتانيا، فرانسې او جرمني په غوښتنه او د يادو توغنديو د ازمايلو په وسيله د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک د احتمالي نقض په غبرګون کې جوړېږي.
شمالي کوريا په روان ميلادي کال کې نهه ځلې منځني واټن ويشتونکي توغندي توغولي او د امريکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لخوا پر دغه هېواد توندې نيوکې شوې دي.
بلخوا شمالي کوريا ياده غونډه غندلې او د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د مخنيوي په تړاو يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه غيرې قانوني بللې ده.
ويل كېږي، چې د دې غونډې له جوړېدو سره هممهاله به شمالي کوريا بله توغندويي ازموينه وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA