راپورونه وايي، تېره شپه د يونان او ترکيې ترمنځ پر ګډه پوله شپږ غيرې قانوني کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دوو انساني قاچاقبرانو، چې په يوه موټر كې يې ناقانونه كډوال سپاره كړي وو، غوښتل د يونان او ترکيې ترمنځ پر پوله له پوليسو وتښتي.
پوليسو پر ياد موټر له ټرافيکي قوانينو او اشارو د سرغړونې له کبله ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې شپږ كسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
ياد دوه قاچاقبران د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ميلادي کال په جون او جولاى مياشتو كې يونان ته د غيرې قانوني کډوالو په تګ کې ۳۰ فيصده ډېروالى راغلى دى.


