ads

امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه پاشلي نظرونه لري

د امریکا جمهور رییس د (جي اووه) په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش نشته. په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه نهم پړاو خبرې، پنځمې ورځې ته وغځېدې او د سولې د وروستۍ هوکړې لپاره هېله مندي هم ترسترګو کېږي؛ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 وږی 1398
امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه پاشلي نظرونه لري
ټرمپ

د امریکا جمهور رییس د (جي اووه) په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش نشته.
په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه نهم پړاو خبرې، پنځمې ورځې ته وغځېدې او د سولې د وروستۍ هوکړې لپاره هېله مندي هم ترسترګو کېږي؛ خو د دوشنبې په ورځ د (جي اووه) په غونډه کې د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رییس نظر بدل شوی و.
د امريکا جمهور رييس دونالډ ترمپ په دغه غونډه کې وويل، چې له افغانستانه د ا مريکايي ځواکونو د وتلو لپاره هېڅ کوم ټاکل شوی مهال وېش نشته.
که څه هم د امريکا د جمهور رييس دا ډول څرګندونې د سولې پر وړاندې ژورې پوښتنې را ولاړوي، خو د افغانستان حکومت وايي، د سولې د بهير جدي څارنه کوي.
د افغانستان د جمهوري رياست د وياند مرستيالې درانۍ وزيري کليد ته وويل، چې د افغانستان د سولې خبرې خورا مهمې او پېچلې دي او له همدې کبله افغان حکومت په ډېر دقت سره غواړي دغې پروسې ته ور دننه شي.
په ورته وخت کې د افغان سولې له بهير څخه باخبرې سرچينې هم ټينګار کوي، چې افغان حکومت بايد د سولې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.
د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي کليد ته وويل، د سولې لپاره د افغان حکومت اوسنی دريځ بايد نرم او افغان شموله شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت بايد د سولې په برخه کې دقيقه محاسبه وکړي او له يو باتدبيره او جامع پلان سره له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي.
خو بل پلو طالبانو ته نږدې سرچينې بيا وايي، چې د سولې خبرې يوازې د امريکا له لوري له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او طالبانو له خوا هېڅ کومه ستونزه نه لېدل کېږي.
د طالبانو د رژيٍم پخواني غړي سيد اکبر آغا د امريکا د جمهور رييس ورستيو څرګندونو په غبرګون کې وويل، که امريکا افغانستان خپل په حال پرې نه ږدي؛ نو طالبان له نظامي حل لارې بله لار نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهور رییس په افغانستان کې د استخباراتي حضور په کچه د امریکایي سرتیرو په ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه ځواکونه باسي، خو په یاد هېواد کې یو پیاوړی استخباراتي حضور پرېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA