دفاع وزارت د طالبانو له زندان څخه د ۱۵ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.
دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کمانډو ځواکونو د یو لړ تصفیوي عملیاتو پر مهال د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه ۱۵بندیان ازاد کړي دي.
دفاع وزارت ویلي، چې په خوشي شوو کسانو کې امنیتي ځواکونه او عام خلک شامل دي.
د کمانډو ځواکونو په یادو عملیاتو کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
دفاع وزارت پر داسې مهال د طالبانو له زندان څخه ۱۵ کسانو د خوشي کېدو خبر ورکوي چې تر دې وړاندې یې هم په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او په لسګونه بندیان یې راخوشي کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د یاد خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.