ads

پښتانه مشران: پښتانه ترهګر نه، بلکې سوله او امن غوښتونکي دي

(پښتانه نه ترهګر دي او نه د ترهګرو ملاتړي، بلکې پښتانه سوله، امن او تعليم غوښتونکي خلک دي) تر سرليک لاندې په خوست کې د قومي مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو له خوا یوه لویه راټولېدنه وشوه. په دغه غونډه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان قومي مشرانو او ځوانانو هم ګډون درلود او دوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 وږی 1398
پښتانه مشران: پښتانه ترهګر نه، بلکې سوله او امن غوښتونکي دي
پښتانه مشران

(پښتانه نه ترهګر دي او نه د ترهګرو ملاتړي، بلکې پښتانه سوله، امن او تعليم غوښتونکي خلک دي) تر سرليک لاندې په خوست کې د قومي مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو له خوا یوه لویه راټولېدنه وشوه.
په دغه غونډه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان قومي مشرانو او ځوانانو هم ګډون درلود او دوی پر پښتنو روان جګړییز حالت وغانده.
دوی د جګړې له ښکیلو اړخونو او نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د پښتون پر خاوره روان حالت ته د پای ټکی کېږدي او پښتانه نور د ترهګرو په نوم ونه وژل شي.
یاده راټولېدنه چې نن ورځ د خوست په جرګو تالار کې ترسره شوه، قومي مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو د جګړې پر ښکېلو اړخونو او نړیوالو غږ وکړ، چې پښتانه ترهګر نه دي، بلکې سوله پال او امن غوښتونکي خلک دي او نور دې نه وژل کېږي.
د ګډونوالو په خبره چې په روان جنګ کې لر او بر پښتانه نه یوازې، چې ځاني او مالي قرباني ورکوي، بلکې کلتور او عنعناتو ته يې هم لوی زیان اوړي.
قومي مشر، ديني عالم او د غونډې دایروونکی مولوي محمد سردار ځدراڼ وايي، جګړه د نورو د ګټو لپاره ده، خو قرباني افغان ملت او په ځانګړي ډول لر اوبر پښتانه ورکوي.
دوی په ورته مهال د سولې روانې خبرې څخه ملاتړ څرګند کړ، روان مذاکرات يې د افغان ملت په ګټه وبلل.
د شمالي او جنوبي وزیرستان د قبایلو د شورا مشر ډاکټر حیات مسعود یادې غونډې ته وويل، چې په سیمه کې لویو قدرتونو یوازې د لر او بر افغانانو وژنو ته بهانې جوړې کړي او غواړي چې په دې سره د افغان او پښتون خاورې څخه نړۍ نا امنه کړي.
هغه وويل نور یاد قومونه ويښ شوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې دا لوی قوم ترهګر وبولي.
قومي مشر مارک ځدران وويل چې دوی ته تر ټاکنو سوله مهمه ده او پر ولسمشر يې هم غږ وکړ، چې سولې ته لومړیتوب ورکړي او د روانو مذاکراتو د تخریب هڅې دې نه کوي.
د شمالي او جنوبي وزیرستان قومي مشرانو وويل چې لوی افغانستان یو کور دی، ظاهري بېلولی به يې سره بېل نه کړي.
هغوی هم د سولې د روانو مذاکراتو څخه ملاتړ څرګند کړ، او په خبره يې د کرښې دواړه غاړې پښتانه له هر څه وړاندې سولې ته ضرورت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA