د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحی سریح تازه ویلي چې د سعودي عربستان تر ټولو مهم هدفونه یې ویشتلي دي.
ښاغلي سریح څرګنده کړې، چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان پر جیزیان او نورو نظامي اډو ۱۰ بالستیک توغندي توغولي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي چې په دغه برید کې د سعودي عربستان په لسګونه سرتیري وژل شوي او ټپیان دي.
نوموړي پخپلو خبرو کې سعودي عربستان ته ګواښ کړی چې د کلابندۍ او بریدونو په غبرګون کې به د دغه رژیم پر وړاندې لوی عملیات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د یمن په روانه جګړه کې په زرګونه کسان وژل شوي او ډېر شمېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.


