ads

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي کسان وژل شوي

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په عملیاتو کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي. د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکو د ملکي وګړو د وژني په غبرګون کې لاریون وکړ او د ولسوالۍ بازار يي د اعتراض په ډول وتاړه . دوی وايي تېره شپه د یادي ولسوالۍ په رخه سیمه کې بهرنیو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 وږی 1398
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي کسان وژل شوي
پکتیکا

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په عملیاتو کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکو د ملکي وګړو د وژني په غبرګون کې لاریون وکړ او د ولسوالۍ بازار يي د اعتراض په ډول وتاړه .
دوی وايي تېره شپه د یادي ولسوالۍ په رخه سیمه کې بهرنیو ځواکونو عملیات کړي، چې په وینا يي ۳ ملکي وګړي پکي وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا چارواکي هم په برمل کې د عملیاتو له امله د ۳ ملکي وګړو وژنه تاییدوي، خو وايي چې د حقاني شبکي د یو قومندان د وژني تر څنګ په یادو عملیاتو کې پنځه پاکستاني طالبان ټپیان شوي هم دي.
د دي ولسوالۍ قومي مشر حاجې حافظ وویل د تېري شپي په عملیاتو کې ۳ ملکي کسان وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وايي بهرنیو ځواکونو له عملیاتو وروسته ټپي شوي مېرمن او بل کس له ځان سره وړي دي.
حاجي حافظ وویل د وژل شویو کسانو جسدونه يي د ولسوالۍ مقام مخته د اعتراض په ډول راوړي او غوښتنه کوي چې د بیا لپاره دا ډول پیښۍ تکرار نه شي.
پر همدي مهال د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني کلید ته وویل په برمل کې د تېري شپي عملیاتو کې چې بهرنیو ځواکونو ترسره کړي، د حقاني شبکي یو قومندان وژل شوی او څلور پاکستاني وسلوال ټپیان شوي دي.
والي هم ومنله چې د عملیاتو په ترڅ کې ۳ عام وګړي وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوي ده.
د یادوني وړ دی چې بهرنیو ځواکونو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
هېره دي نه وي چې تر دې وړاندي هم څو ځله د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسان په نښه شوي او وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA