اجراییه رییس څرګندوي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډېره شوې او امنیت هم تر وروستۍ کچې خراب شوی دی.
که څه هم د خلکو تمه داده، چې حکومتي مشران بايد د امنيتي ستونزو په اړه خلکو ته ځوابونه ووايي، خو اجراييه رييس داکټر عبدالله عبدالله بيا په افغانستان کې له امنيتي وضعيت څخه سر ټکوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د لويو لارو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او په وروستيوکې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم ډېره شوې ده.
بل پلو د چارو شنونکو د داکټر عبدالله دا څرګندونې غير مسوولانه بولي او ټېنګار کوي، چې له امنيتي وضعيت څخه اندېښنې د حکومتي چارواکو دنده نه ده.
د پوځي چارو شنونکي اسماعيل وردک کليد ته وويل، چې داکټر عبدالله له خپل مسووليته تېښته کوي او په دې ډول څرګندونو په خپل ځان ملنډې وهي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت هم مني، چې په وروستيوکې د افغانستان د لويو لارو امنيت د غلو او غير مسووله وسله والو له لوري ګواښل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي کليد ته وويل، ټولو امنيتي مسوولينو او استخباراتي ادارو ته دنده ورکړل شوې، چې په لويو لاروکې هغو ډلو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې د امنیت پر وړاندې لوی ګواښ دي.
د يادونې وړ ده چې په ورستيوکې د کابل – مزارشريف پر لويه لاره امنيتي ستونزې ډېرې وې او وړمه ورځ د بغلان ولايت اړوند چشم شېر سيمه کې د سمنګان ولايتي شورا يو غړی هم وژل شوی وو.


