ads

په خوست کې د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

نن په خوست کې د لاسي صنایعو یو نندارتون جوړشوی و، چې پکې د مېرمنو په لاس جوړ شوي بېلا بېل افغاني توکي نندارې ته اېښودل شوي وو. میرمنې وایي، د یادو توکو لپاره د مناسب بازار نشت یې له کاروباره زړونه ورتور کړي. خو مسولین وایي هڅې یې پیل کړي، چې د لاسي صنایعو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وږی 1398
په خوست کې د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو
په خوست کې د لاسي صنایعو نندارتون

نن په خوست کې د لاسي صنایعو یو نندارتون جوړشوی و، چې پکې د مېرمنو په لاس جوړ شوي بېلا بېل افغاني توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.
میرمنې وایي، د یادو توکو لپاره د مناسب بازار نشت یې له کاروباره زړونه ورتور کړي.
خو مسولین وایي هڅې یې پیل کړي، چې د لاسي صنایعو لپاره د ولایت مقام سره په همغږۍ یاد توکي تر مرکز کابله او وروسته د نړۍ تر بازارونو ورسوي.
یاد نندرتون چې د خوست په جرګو تالار کې جوړ شوئ وو ، په لاس جوړ شوي بېلابېل توکي، ګنډل شوي جامې او خوراکي توکي او داسې نور نندارې ته ایښودل شوي وو.
د هیلۍ په نوم یوې خوستۍ نجلۍ، چې په یاد نندرتون کې یې ګنډل شوې جامې نندارې ته وړاندې کړې وې وویل، کله چې اړوند کالي او جوړې شوې پردې په بازار کې وپلوري، د ترلاسه کېدونکو پیسو پرمټ یې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.
د نندارتون په یوه څنډه کې د نجیبې په نوم مېرمن، چې مخې ته یې په لاس جوړشوي افغانۍ کالي اېښي وو، وایي تر ټولو لویه ستونزه یې داده، چې په لاس جوړشوي کالي یې نه پلورل کېږي. هغه یې لامل د لاسي صنایعو لپاره د مناسب بازار نشتون یادوي.
په ورته مهال د خوست د ښځو چارو رئیسه شفیه نورزۍ وایي، د دغه نندارتون هدف دا دی چې لومړی د خوست چارواکي په دغه ولایت کې لاسي صنایعو ته متوجه کړي او وروسته یې د بازار موندنې په برخه کې د هېواد تر مرکز او نړیوالو بازارونو ته د رسېدو هڅې پیل کړي.
د صنعت کارانو په وینا، که چیرې د یادو لاسي صنایعو لپاره بازارموندنه وشي، نه یوازې چې افغاني فرهنګ به تر نړیوالو ورسېږي، بلکې په ورته وخت کې به د افغان مېرمنو په اقتصادي ژوند کې هم مثبت بدلون راولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA