ads

په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت خپاره شوي راپورنه رد شول

امريكا او طالبانو هغه راپورونه رد كړل، چې ګواكې دواړه لوري په افغانستان كې د ۱۴ مياشتني لنډمهالي حكومت پر جوړېدو هوكړې ته رسېدلي دي. رسنيو د سرچينو له قوله راپورونه خپاره كړي وو، چې د امريكا او طالبانو استازو په افغانستان كې د ۱۴ مياشتني لنډمهالي حكومت پر رامنځته كېدو هوكړه كړې، خو په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وږی 1398
په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت خپاره شوي راپورنه رد شول
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو دوام

امريكا او طالبانو هغه راپورونه رد كړل، چې ګواكې دواړه لوري په افغانستان كې د ۱۴ مياشتني لنډمهالي حكومت پر جوړېدو هوكړې ته رسېدلي دي.
رسنيو د سرچينو له قوله راپورونه خپاره كړي وو، چې د امريكا او طالبانو استازو په افغانستان كې د ۱۴ مياشتني لنډمهالي حكومت پر رامنځته كېدو هوكړه كړې، خو په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په يوه ټويټ كې ياد راپورونه رد كړل.
په همدې حال كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په يوه ټويټ كې د شاهين خبره تاييد كړه او ويې ويل، د حکومتدارۍ پرېکړې په افغانانو پورې اړه لري، چې په بين الافغاني مذاکراتو کې يې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست ټاكنو ځينې كانديدان په هېواد كې د لنډمهاله حكومت پر جوړېدو ټينګار كوي او په اوسنيو شرايطو كې د رڼو او عادلانه ټاكنو ترسره كېدل ناشوني بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA