ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره وګوري.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د جمهور رئيس غني په مشرۍ لوړپوړى دولتي پلاوى تېر مازديګر د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد او ماښام يې په مكې مكرمې کې د عمرې حج مراسم پر ځاى کړل.
د سرچينې په وينا، وروسته افغان پلاوى بېرته جدې ښار ته لاړ او په پام کې ده جمهور رئيس غني نن د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د دغه هېواد له يو شمېر نورو چارواكو سره په جلا توګه وويني.
ويل كېږي د افغان او سعودي چارواكو ترمنځ په ليدنو كې به د افغانستان پر سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، امنيتي مسايلو او د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشي.
ښايي دا سفر له افغان سولې بهير سره اړيکه ولري، خو ارګ په دې اړه څه نه دي ويلي.
سعودي عربستان په ځلونو د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.