ads

بلخ کې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواكونو په بلخ كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن كليد ته وويل، امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ياد ولايت په شولګرې، بلخ، چمتال او نهر شاهي ولسواليو كې پر طالبانو هوايي او ځمكني بريدونه كړي دي. هغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وږی 1398
بلخ کې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغان ځواکونو عملیات

افغان ځواكونو په بلخ كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن كليد ته وويل، امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ياد ولايت په شولګرې، بلخ، چمتال او نهر شاهي ولسواليو كې پر طالبانو هوايي او ځمكني بريدونه كړي دي.
هغه زياته كړه، په دغو بريدونو كې ۳۰ طالبان وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون ۱۸ تنه نور ټپيان دي.
د رضايي په وينا، د نښتو په مهال درې افغان سرتېري هم وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA