د هانګ کانګ پوليسو تېره شپه په دغه هېواد كې د دولت ضد لاريونونو په مهال ۲۹ لاريون كوونكي نيولي دي.
په نيول شوو كسانو كې ۱۹ نارينه او پاتې ۱۰ يې مېرمنې دي.
د راپورونو پر بنسټ، لاريون کوونکو پر پوليسو د ځيرکو څراغونو په وسيله وارونه وكړل او وروسته پوليسو پر هغوى اوښكې بهوونكى ګاز وكاراوه.
پوليسو د عامه نظم تر پښو لاندې کېدو له کبله پر لاريون کوونکو نيوکه کړې ده.
ويل کېږي دا لاريونونه د حکومت له لوري د يوې لايحې د تصويب په غبرګون کې پيل شوي او له شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې دوام لري.
يادو لاريونونو په هانګ کانګ کې له ۱۹۹۷يم ميلادي كال راپدېخوا لوى سياسي بحران رامنځته کړى دى.


