راپورونه وايي، د لبنان په پايتخت بيروت ښار کې نن سهار دوه اسراييلۍ بې پيلوټه الوتکې لوېدلې دي.
د لبنان حزب الله ډلې ويلي، چې يوه بې پيلوټه الوتکه پر ځمکې تر لوېدو وروسته چاودلې او له منځه تللې ده.
د يادو الوتکو د لوېدو په پېښه کې خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي، خو په اړه يې کره معلومات نه دي خپاره شوي.
سيمه ييزو خلکو بيا ويلي، چې په سيمه كې يې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.
تراوسه معلومه نه ده، چې دغه اسراييلۍ بې پيلوټه الوتکې د چا لخوا ويشتل شوي او که د تخنيکي ستونزو له کبله لوېدلې دي.
د لبنان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د يادو الوتکو د لوېدو په تړاو غبرګون نه دى ښودلى.


