سيمه ييزو سرچينو خبر ورکړى، چې په وسلو او نورو تجهيزاتو سمبال د امريکا ۲۰۰ موټريز کاروان سوريې ته دننه شوى دى.
يادو سرچينو ويلي، چې دغه کاروان د سوريې د ډيموکراټيکو ځواکونو په ملاتړ د سيمالکا له لارې د سوريې قامشلي ښار ته داخل شو.
دا کاروان به د ياغيانو په وړاندې په مبارزه کې د سوريې د پوځ ترڅنګ ولاړ وي.
د سوريې د اته كلنې كورنۍ جګړې له كبله، چې لا هم دوام لري، زرګونه کسان وژل شوي او نېږدې اووه ميليونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.


