ads

مېک اداره: د کانونو په وزارت کې پراخه اداري فساد شتون لري

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډې کمېټې ( مېک) موندلې، چې د افغانستان په کانونو وزارت کې ژور فساد شتون لري او دغه وزارت له کمزوري مديريت او کمزوري ظرفيت سره لاس او ګرېوان دی. دغې کمېټې د يک شنبې په ورځ د افغانستان په کانونو وزارت کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وږی 1398
مېک اداره: د کانونو په وزارت کې پراخه اداري فساد شتون لري
د کانونو وزارت

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډې کمېټې ( مېک) موندلې، چې د افغانستان په کانونو وزارت کې ژور فساد شتون لري او دغه وزارت له کمزوري مديريت او کمزوري ظرفيت سره لاس او ګرېوان دی.
دغې کمېټې د يک شنبې په ورځ د افغانستان په کانونو وزارت کې د فساد په اړه خپل څېړنيز راپور له رسنيو سره شريک کړ.
د راپور پر بنسټ، په کانونو وزارت کې د کمزوري مديريت، د حکومتي حساب ورکونې نشت او د فساد پر وړاندې د مبارزې په سيستم کې د کمزورې مبارزې له کبله، ژورې اندېښنې ښودل شوې دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې مشر لورينزو (دولګ) په دغه غونډه کې خبريالانو ته وويل، موږ له دې ارزونې سره هڅه کوو چې د اصلاحاتو په برخه کې له کانونو وزارت سره مرسته وکړو.
په همدې حال کې د مېک کميټې يو بل غړی ميوند روحاني وايي، چې دا راپور تر ډېره په سپارښتنو ټينګار کوي او د سپارښتنو پر پلي کولو سره به په کانونو وزارت کې د پام وړ اصلاحات راشي.
په ورته وخت کې د کانونو وزارت هم په دغه وزارت کې د فساد خبره نه ردوي؛ خو وايي په ورستيوکې د اصلاحاتو لپاره د پام وړ ګامونه پورته شوي دي.
د کانونو وزارت وياند عبدالقدير مفتي کليد ته وويل، د فساد په برخه کې څرګند مېکانيزم او تګلارې شته او د کانونو وزارت د همدې تګلارو په رڼاکې د فساد پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي د مېک د راپور په تړاو وويل، که د کانونو په وزارت کې د فساد په تړاو له دوی سره اسنادونه شريکې شي؛ نو دوی به ډېر ژر فاسدې کړۍ د قانون منګولو ته وسپاري.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې ( مېک) د موندنو پر بنسټ، د کانونو وزارت د رهبرۍ په کچه له کمزوري مديريت او کمزوري ظرفيت سره مخ دی او دې کمزورتيا ژور فساد ته زمينه برابره کړې، چې د استخدام په برخه کې سليقوي او سياسي چلند، د حکومتي حساب ورکونې نشت او ناقانونه کېندنې يې مهمې ټکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA