د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په فرانسه كې د دې هېواد له جمهور رئيس ايمانوېل مكرون سره پر ځينو نورو موضوعاتو سربېره د ايران په تړاو هم خبرې كړې دي.
د فرانسې جمهوري رياست وايي، ټرمپ له مكرون سره په ليدنه کې ټينګار وكړ، چې له ايران سره د جګړې په هڅه کې نه دى، بلکې غواړي له دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.
د فرانسې جمهور رئيس بيا خپل امريكايي سيال ته وړانديز کړى، چې ايران ته د يو څه وخت لپاره د يورانيمو غني کولو او د تېلو پلورلو اجازه ورکړي.
د دواړو جمهور رئيسانو ليدنه د (جي اووه) غونډې تر پيلېدو وړاندې شوې ده.
ټرمپ او مکرون داسې مهال د ايران په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستيو کې د يورانيمو غني کېدو پر سر د واشنګټن او تهران اړيکې خورا ترينګلې شوې دي.


