ads

د اسلامي همکاريو سازمان له افغان حكومت سره خبرو ته د طالبانو پر حاضرېدو ټينګار وكړ

د اسلامي همکاريو سازمان سکرتر جنرال يوسف بن احمدالعثيمين نن د سعودي عربستان په جدې ښار كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال له طالبانو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، يوسف د […]

نویسنده: hewadpal
3 وږی 1398
د اسلامي همکاريو سازمان له افغان حكومت سره خبرو ته د طالبانو پر حاضرېدو ټينګار وكړ

د اسلامي همکاريو سازمان سکرتر جنرال يوسف بن احمدالعثيمين نن د سعودي عربستان په جدې ښار كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال له طالبانو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، يوسف د سولې له بين الافغاني مذاکراتو او د افغانستان له جمهوري رياست ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، دوى د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
هغه ژمنه وکړه، چې د يادو ټاكنو د بهير د څارنې لپاره به افغانستان ته څارونکي واستوي.
بلخوا جمهور رئيس غني سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړيتوب وباله او په دې برخه كې يې د اسلامي همکاريو سازمان همکاري مهمه ياده كړه.
په دغه کتنه کې دواړه لوري له ترهګرۍ او افراطيت سره پر ګډې مبارزې، د افغان حکومت او طالبانو د سولې پر مخامخ مذاکراتو، په افغانستان كې د جمهوري رياست د رڼو ټاكنو پر ترسره كېدو او د اسلامي پوهنتون پر جوړولو وغږېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA