د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې له هلمنده کندهار ښار ته تلونکى يو سراچه ډوله موټر د کندهار په ميوند ولسوالۍ كې له سړکه وتلى او چپه شوى دى.
بارکزي زياته كړه، په دې پېښه كې شپږ تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
نوموړي د پېښې علت د موټر ګړندى تګ وباله.
پر لويو لارو دا ډول پېښې ډېرى وخت د سړک د زيات خرابوالي او د موټر چلوونكي د بې احتياطۍ له كبله رامنځته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ