وسله والو طالبانو د هرات په فرسي ولسوالۍ كې د سيد كمال سادات په نوم د ولسي پاڅون كوونكو يو قوماندان له خپلو دوو زامنو سره يو ځاى وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په يادې ولسوالۍ كې د دې قوماندان پر كور بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د سادات دوه ساتونكي هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په تېرو څو مياشتو كې د فرسي ولسوالۍ امنيتي حالت خراب شوى او د هرات د ولايتي شورا غړي په دغې ولسوالۍ كې د طالبانو د حضور په تړاو اندېښنه څرګندوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ