ads

سرچينې: د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك په نېږدې راتلونكې كې لاسليكېږي

امريكايي او طالب سرچينې وايي، د دواړو خواوو ترمنځ پر ډېرى مواردو هوكړه شوې او په نېږدې راتلونكې كې به د سولې هوكړه ليك لاسليك شي. د امريكا او طالبانو استازي د قطر په پايتخت دوحه كې د سولې نهم پړاو مذاكرات مخته وړي او پر جزياتو يې بحث دوام لري. په همدې حال كې […]

نویسنده: hewadpal
2 وږی 1398
سرچينې: د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك په نېږدې راتلونكې كې لاسليكېږي

امريكايي او طالب سرچينې وايي، د دواړو خواوو ترمنځ پر ډېرى مواردو هوكړه شوې او په نېږدې راتلونكې كې به د سولې هوكړه ليك لاسليك شي.
د امريكا او طالبانو استازي د قطر په پايتخت دوحه كې د سولې نهم پړاو مذاكرات مخته وړي او پر جزياتو يې بحث دوام لري.
په همدې حال كې سرچينو ويلي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك ښايي په واشنګټن، كابل، دوحې او يا هم په اوسلو كې لاسليك شي.
د امريكايي سرچينو په خبره، ټاكل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له دوحې وروسته كابل ته سفر وكړي.
بايد وويل شي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاكرات د تېرې پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر په حضور كې پيل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA