ads

په هلمند كې له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي

په هلمند كې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي، چې ځايي اوسېدونكي ترې تر پوزې راغلي او وايي، د هغوى شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال كې دى. دوى زياتوي، اړوند ادارو د معتادينو د شمېر كمولو لپاره هېڅ كار نه دى […]

نویسنده: hewadpal
2 وږی 1398
په هلمند كې له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي

په هلمند كې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۳۰ زرو زيات كسان په نشه يي توكو روږدي دي، چې ځايي اوسېدونكي ترې تر پوزې راغلي او وايي، د هغوى شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال كې دى.
دوى زياتوي، اړوند ادارو د معتادينو د شمېر كمولو لپاره هېڅ كار نه دى كړى.
د هلمند روغتيايي چارواكي بيا د دې كار پړه پر امنيتي چارواكو اچوي او په وينا يې، نشه يي توكو ته اسانه لاسرسى سبب شوى، چې د نورو ولايتونو معتادين هم هلته ورشي.
خو د هلمند د نشه يي توکو په ضد د مبارزې مدير سمونوال محمد ولي غوثي وايي، په دغه ولايت كې يې د پخوا په پرتله تر ډېره د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه نيولې او لا هم په دې برخه کې کار کوي.
د يادونې وړ ده، چې هلمند په هېواد كې د نشه يي توكو تر ټولو لوى توليدوونكى ولايت دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA