د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو خدمتونو په بهير كې د روڼتيا او ډېرو اسانتياوو رامنځته كولو په هدف نن د كابل ښار په درېيمه ناحيه كې د كاغذي تذكرو د تاييدۍ نوى مركز پرانيسته.
د يادې ادارې عمومي رئيس احمد جاوېد رسولي خبريالانو ته وويل، چې د دغه مركز په جوړېدو سره د كاغذي تذكرو د تاييدولو بهير ساده شوى او متقاضيان كولى شي ورته په مراجعې سره خپلې تذكرې په لږ وخت كې تاييد كړي.
د نوموړي په خبره، د ياد مركز په رامنځته كېدو سره اداري فساد او كمېشنكاري له مينځه يووړل شوه.
د رسولي په وينا، د احصايې او معلوماتو ملي اداره په راتلونكو څو ورځو كې متقاضيانو ته د اړيكو شمېرې اعلانوي، ترڅو له دې لارې موجوده ستونزې ژر تر ژره له اړوند مسوولينو سره شريكې كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


