ads

په بلخ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ په چمتال او چهاربولك ولسواليو كې د نښتو په ترڅ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د چمتال ولسوالۍ په اسياب خان او اسياب ګرګ كليو كې نښتې د جمعې په مازديګر پيل شوې او تر ماښامه […]

نویسنده: hewadpal
2 وږی 1398
په بلخ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ په چمتال او چهاربولك ولسواليو كې د نښتو په ترڅ كې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د چمتال ولسوالۍ په اسياب خان او اسياب ګرګ كليو كې نښتې د جمعې په مازديګر پيل شوې او تر ماښامه يې دوام درلود.
د نوموړي په خبره، په دغو نښتو كې د ملا شعيب په نوم د يوه ډلمشر په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
رضايي زياته كړه، د چهاربولك ولسوالۍ په سبزيكار كلي كې د نښتې په مهال يو طالب وسله وال وژل شوى او يو بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو نښتو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA